سیاست نړۍ

د ایران او امریکا ترمنځ د تفاهم لیک ۱۴ مادې یو شمېر رسنیو خپرې کړې دي

ځینو نړۍوالو رسنیو د راپورونو له مخې، ادعا شوې چې د ایران اسلامي جمهوریت او د امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د ۱۴ مادو یو تفاهمي چوکاټ ترلاسه شوی، چې هدف یې د روانې جګړې پای ته رسول، د سیاسي اړیکو تنظیم، اقتصادي اسانتیاوې او د اټومي مسلې د حل لپاره د یوې جامع موافقې زمینه برابرول دي.

د راپورونو پر بنسټ، په دې تفاهم کې دواړه لوري ژمنه کوي، چې جګړه په ټولو جبهو کې په فوري او دایمي ډول پای ته ورسوي او له دې وروسته له هر ډول خصمانه اقدام، ګواښ او د زور کارولو څخه ډډه وکړي. همدارنګه دواړه هېوادونه د یو بل د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا درناوی به کوي او د کورنیو چارو په برخه کې د نه لاسوهنې اصل ته به ژمن پاتې کېږي.

په دې چوکاټ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مذاکراتو د دوام لپاره ۶۰ ورځنی مهالویش ټاکل شوی، چې د متقابل توافق له مخې تمدید کېدای شي، څو یوې وروستۍ موافقې ته ورسېږي.

د امریکا د ژمنو له مخې، د سمندري محدودیتونو د لرې کولو، د تګ راتګ د عادي کولو او د پوځي حضور د تدریجي کمولو اقدامات په پام کې نیول شوي دي. په مقابل کې ایران هم ژمنه کړې، چې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ به عادي کړي او د تخنیکي خنډونو او ماین پاکۍ په ګډون اړین اقدامات به ترسره کړي.

همدارنګه د راپورونو له مخې، امریکا او سیمه‌ییز شریکان ژمنه لري چې د ایران د بیا رغونې لپاره یو پراخ اقتصادي پلان جوړ کړي چې شاوخوا ۳۰۰ میلیارده ډالره تمویل پکې شامل وي. امریکا د بندیزونو د تدریجي لغوه کولو، د صادراتو د اسانتیا، بانکي او مالي خدماتو د پرانیستلو او د کنګل شویو شتمنیو د آزادولو ژمنه هم کړې ده.

د اټومي مسلې په برخه کې ایران یو ځل بیا ټینګار کړی، چې هېڅکله به اټومي وسلې جوړې نه کړي، او د دې پروګرام ټولې مهمې برخې به په وروستي تړون کې مشخصې شي. تر وروستي توافق پورې دواړه لوري د موجود وضعیت د ساتلو ژمنه کوي.

په پای کې، په دې ادعا شوې تفاهم کې د یو ګډ نظارتي میکانیزم د جوړولو، د مرحلې‌وار مذاکراتو د دوام او د وروستي تړون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لارې د تصویب یادونه هم شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *