Home نړۍ د امریکا په بریدونو کې د ایران د سپاه څلور غړي وژل شوي
نړۍ

د امریکا په بریدونو کې د ایران د سپاه څلور غړي وژل شوي

د ایران اسلامي انقلاب ساتونکو ځواکونو «سپاه پاسداران» ویلي، چې د سه‌شنبې ماښام د امریکا په هوایي برید کې د کرمانشاه ولایت په لوېدیځ کې د دغه ځواک څلور غړي وژل شوي دي.

د فارس خبري اژانس د راپور له مخې، وژل شوي کسان په کرمانشاه کې د سپاه پاسداران د هوايي ـ فضايي ځواکونو اړوند وو. د خپرو شویو شمېرو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر ایران د امریکا په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۸ ته رسېدلی دی.

ایراني چارواکو تر دې وړاندې ویلي وو، چې د هېواد په سوېل کې د واده پر یوه مراسمو د امریکا په هوایي برید کې لږ تر لږه پنځه ملکي وګړي هم وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې، د خوزستان ولایت په درېیو بېلابېلو سیمو کې اووه نور کسان وژل شوي او د لاوان په ټاپو کې هم د بسیج درې غړي وژل شوي دي.

د امریکا او ایران ترمنځ پوځي نښتې له یوې میاشتې ځنډ وروسته بېرته پیل شوې دي. امریکا وايي، د سپاه پاسداران اړوند اهداف یې په نښه کړي، په داسې حال کې چې ایران هم د امریکا او د هغه د متحدانو پر اهدافو د توغندیزو او بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو خبر ورکړی دی.

د دغو بریدونو له پراخېدو سره په سیمه کې د جګړې د لا پراخېدو اندېښنې زیاتې شوې دي.

سپاه پاسداران د چهارشنبې په ورځ، د سنبلې په ۱۱مه، ویلي چې په کویټ کې یې د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله یو پوځي مرکز په نښه کړی، چې د دوی په وینا، د یوه امریکايي قوماندان د مېشتېدو ځای او د بې‌پیلوټه الوتکو اړوند تاسیسات پکې شامل وو.

په همدې حال کې د کویټ د اور وژنې ادارې ویلي، چې د چهارشنبې سهار یې په پلازمېنه کې په یوه استوګنیز مجتمع کې هغه اور مهار کړی، چې د یوه ایراني بې‌پیلوټه الوتکې له لګېدو وروسته رامنځته شوی و.

قطر، چې تر دې وړاندې یې د دواړو لورو ترمنځ د اوربند لپاره منځګړیتوب کړی و، په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د ایران بریدونه به د کړکېچ د کمولو هڅې له ستونزو سره مخ کړي.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version