د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) ویلي، امریکايي ځواکونو د ایران د پوځي اهدافو پر ضد د بریدونو نوی پړاو بشپړ کړی دی.
سنتکام په اېکس کې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، دغه عملیات د امریکا د ختیځ وخت له مخې د شپې په ۱۰:۱۵ بجو پای ته ورسېدل.
د خبرپاڼې له مخې، د پنځه ساعته عملیاتو پر مهال امریکايي ځواکونو د ایران په بوشهر، چابهار، جاسک، کنارک، ابوموسی او بندرعباس کې پوځي اهداف په نښه کړل، څو د سوداګریزو بېړیو پر ضد د ایران د بریدونو وړتیا نوره هم کمه کړي.
بلخوا د ایران سپاه پاسداران د عامه اړیکو ادارې د سې شنبې په سهار په یوه خبرپاڼه کې د دغه بریدونو پخلی کړی دی.
سپاه پاسداران د دغه بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د سپاه سمندري ځواک د «نصر ۲» عملیاتو د دویم پړاو پرمهال یې په بحرین کې د الجفیر امریکایي پوځي اډې د وسلو څو ملاتړي ګودامونه، د سپوږمکۍ مخابراتي مرکز او د امریکایي ځواکونو د استوګنې ودانۍ د خپلو توغندیو او بېپیلوټه الوتکو (ډرونونو) په وسیله په نښه کړې دي.
سپاه ادعا کړې، چې یاد هدفونه له منځه وړل شوي دي.
د سپاه پاسداران خبرپاڼې په پای کې ویل شوي، چې د غچ اخیستنې عملیات به دوام ولري.
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچ یو ځل بیا پراخ شوی او دواړه لوري پر یو بل د بریدونو خبرونه ورکوي.
شنونکي وايي، د منځني خیتځ دغه کړکېچ پر نړۍوال بازار پراخ اغېز لرلی، چې له امله یې په نړۍوالو بازارونو کې د نفتو او نورو توکو بیې لوړې شوې دي.
