Home نړۍ د امریکا اېف-۱۵ جنګي الوتکې پیلوټ موندل شوی او خوندي دی
نړۍ

د امریکا اېف-۱۵ جنګي الوتکې پیلوټ موندل شوی او خوندي دی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي: “موږ هغه وموند! زما ګرانو امریکایانو، په تېرو څو ساعتونو کې د متحده ایالاتو پوځ د امریکا د تاریخ یو له تر ټولو زړه ور لټون او ژغورنې عملیات ترسره کړل، دا زموږ د عملې یوه غړي لپاره، چې په همدې وخت کې یو ډېر محترم کرنل هم دی او زه په خوشحالۍ سره تاسو ته خبر درکوم چې هغه خوندي او سلامت دی.”

په ورته مهال الجزیرې خبري شبکې ته یو امریکایي چارواکي ویلي دي، چې د اېف-۱۵ جنګي الوتکې دویم پیلوټ، چې په ایران کې نسکوره شوې وه، د یوې سختې نښتې وروسته موندل شوی او ژغورل شوی دی. په راپور کې ویل شوي، چې د هغه د امن ځای ته د لېږدولو عملیات لاهم روان دي.

له دې مخکې ویل شوي وه، چې د متحده ایالاتو او ایران ځواکونو ترمنځ د ایران په سوېل لوېدیځ کې نښتې روانې دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، چې دا نښتې وروسته له هغه پیل شوې، چې یوه F-15 الوتکه وغورځېده او د هغې د عملې د یوه غړي د ژغورنې لپاره عملیات روان دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version