افغانستان

د افغانستان د شاتو تولید کې پراخوالی؛ ۳۲۰۰ فارمونه او کلني ۲۲۰۰ مټریک ټنه تولید ثبت شوی

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، چې په هېواد کې د شاتو د تولید په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی او اوس مهال شاوخوا ۳ زره او ۲۰۰ د شاتو تولید فارمونه فعال دي.

یاد وزارت زیاتوي چې په کلني ډول نږدې ۲ زره او ۲۰۰ مټریک ټنه شات په هېواد کې تولیدېږي او هڅه کوي د مچیو د روزونکو ملاتړ لا پراخ کړي، څو د دې سکټور ظرفیتونه نور هم لوړ شي او د شاتو بازار موندنه ښه شي.

د وزارت په وینا، د افغانستان د شاتو کیفیت د سیمې په کچه ځانګړی بلل کېږي او د دې سکتور د ودې لپاره به تخنیکي او اقتصادي ملاتړ ته دوام ورکړل شي.

په ورته وخت کې، د شاتو مچیو یو شمېر روزونکي او کاروباریان وايي، چې دوی لا هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د دوی په وینا، د پاکستان سره د لارو تړل کېدو له امله یو شمېر د شاتو فارمونه په یاد هېواد کې بند پاتې شوي، چې د سختې ګرمۍ له امله د زیان او له منځه تلو له خطر سره مخ دي.

همدارنګه ځینې فارم لرونکي وایي، چې د ژمي په موسم کې په افغانستان کې پاتې کېدل هم د مچیو پر فارمونو منفي اغېز کړی او د تولید په کچه کې یې ستونزې رامنځته کړې دي.

د دغه سکټور فعالین ټینګار کوي، چې که د لارو د پرانیستو، بازار موندنې او تخنیکي ملاتړ په برخه کې جدي اقدامات وشي، نو د افغانستان د شاتو صنعت کولی شي په کور دننه او بهر بازارونو کې لا پراخ او قوي ځای ومومي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *