د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د نړۍوال بانک د افغانستان د اقتصادي څار د معلوماتو له مخې، د پاکستان او افغانستان ترمنځ ترانزیټي سوداګري د ۲۰۲۶ مالي کال پر مهال په بېساري ډول راکمه شوې ده.
راپور وایي، د افغانستان ترانزیټي سوداګري چې د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې نږدې پنځه میلیارد ډالرو ته رسېده، اوس ۳۶۷ میلیونه ډالرو ته راټیټه شوې ده. د پاکستان له لارې د افغانستان ترانزیټي بار هم له نږدې ۸۹ زره کانټینرونو څخه یوازې ۱۱ زره او ۵۹۲ کانټینرونو ته محدود شوی دی.
شنونکي د دې بدلون لامل د افغانستان له خوا د ایران او د منځنۍ اسیا د ترانزیټي لارو پراخ استعمال بولي. راپور زیاتوي، چې د ترانزیټي سوداګرۍ کمېدو د دواړو هېوادونو پر سوداګرۍ، ترانسپورتي سکتور او د زرګونو کسانو پر عایداتو منفي اغېز کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نېږدې یو کال راهیسې هر ډول لارې د سوداګرۍ او تګ راتګ پرمخ تړل شوې دي.
