د طالبانو د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزیر، خالد حنفي ادعا کړې، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې په افغانستان کې د عیسویت د تبلیغ سلګونه مرکزونه فعال وو، خو د دوی له واکمنېدو وروسته دغه مرکزونه له منځه تللي دي.
حنفي، چې څرګندونې یې د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون خپرې کړې، ویلي چې د عیسویت، یهودیت او نورو دینونو د تبلیغ لپاره په افغانستان کې پراخ فعالیتونه او مالي ملاتړ موجود و، خو د ده په وینا، د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د فعالیتونو له امله دغه تبلیغات پای ته رسېدلي دي.
هغه دا څرګندونې په کندوز کې د بدخشان، تخار، بغلان او کندوز ولایتونو له دیني علماوو، قومي مشرانو او مسوولینو سره د همغږۍ غونډې پر مهال کړې دي.
