د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست او امنیت د برخې د مسؤلې کایا کالاس وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې اروپایي لوری دې د عیني واقعیتونو پر بنسټ موضوعات وڅېړي او د سیمې د روان بحران اصلي عوامل دې په پام کې ونیسي.
کرزي زیاته کړې چې افغانستان او د دې هېواد خلک د پاکستان له لوري د رامنځته شوې ترهګرۍ قربانیان دي او هغه بحران چې په افغانستان کې یې پراخ انساني تلفات او د عامه تاسیساتو ویجاړۍ رامنځته کړې، باید د خپلو ریښو له مخې وڅېړل شي.
هغه همدارنګه ویلي، چې د پاکستان اوسنی وضعیت او امنیتي ستونزې د هغه هېواد د هغو پالیسیو پایله ده چې د افراطیت ملاتړ او د هغه کارول یې د بهرني سیاست د یوې وسیلې په توګه د تېرو څلورو لسیزو په اوږدو کې د افغانستان پر ضد کړي دي.
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرې کایاکالاس ویلي وو، چې پاکستان حق لري له نړۍوالو قوانینو سره سم له ځانه دفاع وکړي.
ښاغلي کرزي ویلي، چې افغانستان له هغو څو هېوادونو څخه دی چې په تېرو شاوخوا یوې پېړۍ کې یې له اروپایي هېوادونو او د اروپایي ټولنې له بنسټونو سره دوستانه او صمیمانه اړیکې لرلې او تل یې له اروپایي نهادونو سره مثبت او رغنده تعامل کړی دی.
کرزي د افغانستان له خلکو سره د اروپایي هېوادونو د پراخو همکاریو، په ځانګړي ډول د بشري مرستو او ملاتړ، له امله مننه کړې او هیله یې څرګنده کړې چې له اروپا سره دوستانه اړیکې لا نورې هم ټینګې او پراخې شي.
