افغانستان

حامد کرزي د پاکستان د بریدونو د غندلو غوښتنه وکړه

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ملګرو ملتونو سرمنشي آنتونیو ګوټیرش ته په یو لیک کې ویلي، چې د پاکستان لخوا پر افغانستان شوي بریدونه، چې د خلکو د تلفات او ملي تاسیساتو د لویو زیانونو لامل شوي، د نړۍوالو قوانینو خلاف او د ملګرو ملتونو د اصولو او موخو سره په ټکر کې دي.

ښاغلي کرزي غوښتنه کړې، چې دغه بریدونه باید د ملګرو ملتونو لخوا وغندل شي.

پخواني ولسمشر په لیک کې همدارنګه ټینګار کړی، چې د پاکستان پالیسي په تېرو څلورو لسیزو کې د افراطیت او تاوتریخوالي د وسیلې په توګه د نفوذ لپاره کارول شوې ده.

هغه له سرمنشي غوښتنه کړې، چې د افغانستان حاکمیت او خاورې بشپړتیا ته باید درناوی وشي او د بریدونو تکرار مخه ونیول شي او سیمه د تاوتریخوالي له کړۍ څخه راوباسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *