تورخم یوازې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ یوه یوه فرضي کرښه نه ده؛ بلکې د سیمې د سوداګرۍ، ترانزیټ او د چین ـ پاکستان د اقتصادي دهلېز د پراختیا لپاره په یوه مهمه او ستراتېژیکه نقطه بدله شوې ده.
د راپورونو له مخې، چین، پاکستان او افغانستان په ۲۰۲۵ کال کې په بېجینګ کې پر دې هوکړه کړې، چې افغانستان د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) په چوکاټ کې شامل شي. له دې هوکړې وروسته د ګډې ملګرتیا د کمېټې په څوارلسمه غونډه کې تر ۲۰۲۹ کال پورې د دې طرحې د عملي کولو پلان هم تصویب شوی دی.
د دغه پلان له مهمو برخو څخه د صنعتي سیمو پراختیا، د ML-1 اوسپنې پټلۍ لوړول او د تورخم ـ کابل او چمن ـ سپینبولدک د سړکونو د مسیرونو پراخول یاد شوي دي.
تورخم ولې مهم دی؟
تورخم د افغانستان له لارې د پاکستان بندرونو او د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلېز ته د مرکزي او منځنۍ اسیا د نښلولو له مهمو مسیرونو څخه ګڼل کېږي. د دې لارې فعال پاتې کېدل کولی شي د افغانستان، پاکستان، چین او منځنۍ اسیا ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په پراختیا کې مهم رول ولوبوي.
خو د تورخم د دروازې اوږدمهاله تړل کېدل کولی شي د دې اقتصادي مسیر پر راتلونکي مستقیم اغېز وکړي.
د پاکستان د «نیشن» ورځپاڼې په حواله، کارپوهان وايي، که تورخم د اوږدې مودې لپاره تړلی پاتې شي، پاکستان منځنۍ اسیا ته د خپلو سوداګریزو توکو د لېږد لپاره له جدي ستونزو سره مخ کېدای شي. په دې حالت کې سوداګر کولی شي د ایران چابهار بندر او د سیمې د رېل پټلیو له مسیرونو څخه د بدیلو لارو په توګه استفاده وکړي.
د افغانستان لپاره اقتصادي فرصت
د تورخم اهمیت یوازې د پاکستان او چین لپاره نه دی؛ افغانستان هم کولی شي له دې مسیر څخه د سیمهییز ترانزیټ او سوداګرۍ د پراختیا لپاره استفاده وکړي.
د معلوماتو له مخې، د افغانستان صادرات منځنۍ اسیا ته هم د زیاتېدو په حال کې دي. په ۲۰۲۴ کال کې منځنۍ اسیا ته د افغانستان صادرات شاوخوا ۱۲۲ میلیونه ډالر وو، چې په ۲۰۲۵ کال کې ۲۱۶ میلیونو ډالرو ته لوړ شوي دي.
دا زیاتوالی ښيي چې افغانستان له منځنۍ اسیا سره د سوداګرۍ د پراختیا لپاره مخ پر زیاتېدونکي ظرفیت لري.
د تورخم تړل کېدل؛ د بدیلو مسیرونو لټون
د تورخم د اوږدمهاله تړل کېدو په صورت کې د سوداګرو لپاره د ایران چابهار، د مرکزي اسیا مسیرونه او نور ترانزیټي دهلېزونه د بدیلو انتخابونو په توګه مطرح کېږي.
خو د هرې نوې لارې انتخاب د لېږد واټن، لګښت، امنیت، ګمرکي اسانتیاوو او د رېل او سړکونو له شبکې سره تړاو لري. له همدې امله د تورخم پرانیستی او باثباته پاتې کېدل د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ ترڅنګ د پراخو سیمهییزو اقتصادي طرحو لپاره هم اهمیت لري.
تورخم د افغانستان، پاکستان، چین او منځنۍ اسیا ترمنځ د احتمالي پراخ اقتصادي اتصال په مرکز کې موقعیت لري. که د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلېز افغانستان ته وغځول شي او د تورخم ـ کابل مسیر، رېل پټلۍ او صنعتي زېربناوې پراختیا ومومي، افغانستان کولی شي له جغرافیایي موقعیت څخه د سیمهییز ترانزیټ او سوداګرۍ لپاره پراخه اقتصادي ګټه واخلي.
