د تاجکستان د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې اداره وایي، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې مو له افغانستان سره پر پوله د اوو نښتو پر مهال د نشه یي توکو ۱۷ افغان قاچاقبران وژلي او ۱۸ نور نیول شوي.
د راپور له مخې، د تاجکستان امنیتي ځواکونو په همدې موده کې له ۱۸ نیول شویو افغانانو څخه هم ۶۰۱ کیلوګرامه نشه یي توکي کشف او ضبط کړي دي.
د تاجکستان د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، په دې موده کې په تاجکستان کې د نشه یي توکو د قاچاق اړوند ۵۹۲ جرمونه ثبت شوي، چې د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۱۱ سلنه زیاتوالی ښيي.
دغه اداره وایي، د افغانستان پوله لا هم تاجکستان ته د نشه یي توکو د قاچاق اصلي لاره ګڼل کېږي.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د نشه یي توکو او رواني اغېز لرونکو ګولیو تولید لا هم دوام لري او د دغو موادو د تولید پټ لابراتوارونه لا هم فعال دي.
د نړۍوالو ادارو د څرګندونو له مخې، په افغانستان کې د طالبانو بیا واکمنېدو وروسته د نشه یي توکو کښت او قاچاق د پخوا په پرتله خورا ټېټې کچې ته راغلی دی، چې طالبان یې د خپلې وکمنۍ یوې له مهې لاسته راوړنې یادوي.
