Home افغانستان تاجکستان او د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان د افغانستان پر پوله د امنیتي تدابیرو د پیاوړتیا پر پلان ټینګار کړی
افغانستان

تاجکستان او د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان د افغانستان پر پوله د امنیتي تدابیرو د پیاوړتیا پر پلان ټینګار کړی

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان او د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان (CSTO) عمومي منشي طالقبیک ماسادکوف په دوشنبه کې د یوې لیدنې پر مهال د افغانستان د امنیتي وضعیت او د تاجکستان–افغانستان د پولې د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د پولو د امنیت د ښه کولو لپاره د دغه سازمان د ګډ پروګرام پر عملي کېدو ټینګار کړی او هغه یې د منځنۍ آسیا د ثبات لپاره «حیاتي» بللی دی.

ماسادکوف ویلي، چې اوس مهال د دې پروګرام لومړی پړاو روان دی، چې پکې د پولو د امنیتي تجهیزاتو او وسلو د لېست او ویش په اړه د غړو هېوادونو ترمنځ همغږي رامنځته کېږي.

دواړو لورو یو ځل بیا ټینګار کړی ،چې د افغانستان له شمالي سیمو د احتمالي ګواښونو له امله د پولې امنیت پیاوړتیا د سیمې لپاره مهمه اړتیا ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version