Home افغانستان بېنټ: د افغانستان د بشري حقونو راپور به د فبرورۍ په ۲۶مه د ملګرو ملتونو شورا ته وړاندې شي
افغانستان

بېنټ: د افغانستان د بشري حقونو راپور به د فبرورۍ په ۲۶مه د ملګرو ملتونو شورا ته وړاندې شي

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ ویلي، چې پاکستان ته له خپل وروستي سفر وروسته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا لپاره د راپور پر چمتو کولو بوخت دی، چې ټاکل شوې د روانې فبرورۍ میاشتې په ۲۶مه وړاندې شي.

ریچارډ بېنټ پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې پاکستان ته له سفر وروسته د بشري حقونو شورا ته د وړاندې کېدونکي راپور پر وروستیو جزیاتو کار کوي. هغه ویلي، چې دا راپور به د فبرورۍ پر ۲۶مه د شورا په رسمي ناسته کې وړاندې کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې د یادې ناستې پر مهال به په افغانستان کې د بشري حقونو د روان وضعیت په اړه هم څرګندونې وکړي. بېنټ ټینګار کړی، چې د بشري حقونو اوسنی وضعیت، په ځانګړې توګه روغتیايي خدمتونو ته د ښځو او نجونو د لاسرسي محدودیتونه، د نړیوالې ټولنې بېړنۍ پاملرنې ته اړتیا لري.

ریچارډ بېنټ له ۲۰۲۲ کال راهیسې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی دی. هغه تر دې وړاندې هم په پرله‌پسې ډول د ښځو او نجونو پر زده‌کړو، روغتیايي خدمتونو، کار او بنسټیزو ازادیو لګول شوي محدودیتونه د اندېښنې وړ بللي دي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا هر کال د افغانستان د وضعیت ارزونې ته ځانګړې ناستې کوي، چې پکې د ځانګړو راپور ورکوونکو موندنې او سپارښتنې څېړل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version