Home نړۍ بریتانیا د روسیې پر تصفیه شویو نفتي محصولاتو ځینې بندیزونه نرم کړل
نړۍ

بریتانیا د روسیې پر تصفیه شویو نفتي محصولاتو ځینې بندیزونه نرم کړل

د بریتانیا حکومت اعلان کړی، چې د روسیې له خامو تېلو څخه په درېیمو هېوادونو کې پر تصفیه شویو نفتي محصولاتو، لکه ډیزل او د الوتکو پر سون‌توکو، لګېدلي ځینې بندیزونه یې نرم کړي دي.

د حکومت په وینا، دا پرېکړه د انرژۍ د رسولو د خوندیتوب لپاره شوې او موخه یې دا ده، چې د الوتکو د سون‌توکو او نورو مهمو اقتصادي توکو د کمښت مخه ونیول شي.

دغه بدلون د چهارشنبې له ورځې نافذ شوی او په داسې حال کې عملي کېږي، چې د ایران، اسرائیلو او امریکا ترمنځ د جګړې له امله د هرمز تنګي له لارې د انرژۍ د لېږد په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

د بریتانیا حکومت همداراز د روسیې د مایع طبیعي ګاز (LNG) د سمندري لېږد په اړه ځینې محدودیتونه هم د لنډې مودې لپاره نرم کړي دي.

د اروپایي بازارونو د معلوماتو له مخې، د منځني ختیځ د کړکېچ له پیل وروسته د الوتکو د سون‌توکو بیې په چټکۍ سره لوړې شوې دي.

د بریتانیا د خزانې وزارت ویلي، چې دا بدلون محدود او مشخص دی او د هېواد د انرژۍ د اړتیاوو د خوندي کولو لپاره اړین ګڼل شوی دی.

یو شمېر سیاسي او اقتصادي شنونکو د دې پرېکړې مخالفت کړی دی. د انرژۍ کارپوه رابین مېلز ویلي، چې دا اقدام به په عملي ډول د سون‌توکو بیې راکمې نه کړي، خو روسیې ته به دا پیغام ورکړي چې لوېدیځ هېوادونه د نورو نړۍوالو بحرانونو له امله پر بندیزونو کې نرمښت ښيي.

د بریتانیا د پارلمان ځینو غړو هم ویلي، چې دغه پرېکړه به د اوکراین د ملاتړ په اړه د لندن پر ژمنتیا پوښتنې راپورته کړي.

د بریتانیا حکومت ټینګار کړی، چې د اوکراین ملاتړ ته ژمن دی او پر روسیې یې نور بندیزونه هم لګولي دي، چې په کې د تصفیه شویو نفتي محصولاتو، یورانیم او مایع طبیعي ګاز اړوند محدودیتونه شامل دي.

چارواکي وایي، چې د بندیزونو دا محدود نرمښت د هېواد د انرژۍ د امنیت لپاره یو موقتي او عملي اقدام دی.

د بریتانیا دا پرېکړه داسې مهال شوې چې نړیوال بازارونه د منځني ختیځ له کړکېچ او د انرژۍ د بیو له بې‌ثباتۍ اغېزمن شوي دي. شنونکي وایي، که څه هم دا اقدام د انرژۍ د رسولو د دوام لپاره ترسره شوی، خو ښایي د روسیې پر وړاندې د لوېدیځ د بندیزونو د سختوالي په اړه نوې پوښتنې هم راپورته کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version