د ایران سپاه پاسداران وايي، د امریکا په سیمهییزو پوځي تاسیساتو کې یې ۸۵ اهداف د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو په بریدونو کې په نښه کړي دي.
سپاه دغه عملیات د امریکا د هغو بریدونو په ځواب کې بللي، چې د دوی په وینا د ایران پر جنوبي سیمو ترسره شوي دي.
د سپاه پاسداران په اعلامیه کې ادعا شوې، چې د بحرین د سلمان بندر او د کویټ د علي السالم هوايي اډه هم د دغو بریدونو له ډلې هدف ګرځول شوې دي. دغه ځواک د یوې امریکايي اېمکیو-۹ بېپیلوټه الوتکې د نسکورولو ادعا هم کړې ده.
بل لور ته د امریکا پوځ مرکزي قومندانۍ، سېنټکام، ویلي چې د ایران په سوېل کې یې پر ۸۰ اهدافو بریدونه کړي دي.
سېنټکام ادعا کړې، دغه بریدونه په هرمز تنګي کې پر درېیو سوداګریزو بېړیو د بریدونو په ځواب کې شوي، او هدف یې دا دی چې د ایران دا ډول اقدامات ورته “لوړ لګښت” ولري.
تر اوسه د دواړو لورو د ادعاوو په اړه خپلواک تایید نه دی شوی.
دا کړکېچ وروسته له هغې زیات شو، چې د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو سازمان وویل، په هرمز تنګي کې د دوو ورځو په موده کې پر درېیو سوداګریزو بېړیو بریدونه شوي دي. تهران د دغو بریدونو مسوولیت نه دی منلی.
قطر او سعودي عربستان ویلي، هغه بېړۍ چې هدف ګرځول شوې دي، د دوی اړوندې دي او دغه بریدونه یې غندلي دي.
