Home نړۍ ایران هرمز تنګی یو ځل بیا وتاړه
نړۍ

ایران هرمز تنګی یو ځل بیا وتاړه

ایران وروسته له هغې هرمز تنګی یو ځل بیا تړلی اعلان کړ، چې د دغه هېواد او امریکا ترمنځ پوځي نښتې پراخې شوې دي.

د ایران سپاه پاسداران ویلي، دغه مهمه سمندري لار به تر هغه وخته تړلې پاتې شي، څو د دوی په وینا، په سیمه کې د امریکا مداخله پای ته نه وي رسېدلې.

هرمز تنګی د نړۍ له مهمو انرژۍ لېږدونکو لارو څخه دی، چې د نړیوالو نفتو او ګازو د لېږد لویه برخه ترې تېرېږي. د دې لارې تړل کېدل د نړیوالو انرژۍ بازارونو لپاره د اندېښنې وړ بلل کېږي.

دا اقدام وروسته له هغه شوی، چې امریکا د سوداګریزو بېړیو پر وړاندې د ایران د ګواښونو په غبرګون کې پر ایران د بریدونو درېیم پړاو پیل کړ. ایران هم په ځواب کې په سیمه کې د امریکا پر ځینو پوځي تاسیساتو د بریدونو ادعا کړې ده.

د وروستیو پوځي نښتو له امله د تهران او واشنګټن ترمنځ اړیکې لا پسې ترینګلې شوې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version