Home افغانستان ایران: له افغانستانه د اوبو حق ترلاسه کول زموږ له حیاتي او ستراتیژیکو لومړیتوبونو دي
افغانستان

ایران: له افغانستانه د اوبو حق ترلاسه کول زموږ له حیاتي او ستراتیژیکو لومړیتوبونو دي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وايي، له افغانستانه د ایران د اوبو حق ترلاسه کول د تهران له ثابتو، حیاتي او ستراتیژیکو موضوعاتو څخه دي او د طالبانو له چارواکو سره په ټولو سیاسي او دیپلوماتیکو خبرو کې مطرح کېږي.

بقایي نن دوشنبه په یوه خبري ناسته کې ویلي دي، د اوبو موضوع د ایران لپاره یوازې یوه تخنیکي مسئله نه ده، بلکې سرنوشت ټاکونکې ده او د دغه هېواد د بهرني سیاست په دایمي اجنډا کې ځای لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز ویلي، چې په تېر کال کې د ایران د حق‌ابې د ترلاسه کولو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی.

هغه ویلي، چې د اوبو اړوند د ژمنو د بشپړ عملي کېدو لپاره د افغانستان او ایران ترمنځ تخنیکي او سیاسي خبرې لا هم دوام لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version