د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وايي، د هرمز تنګي د راتلونکي مدیریت او امنیت په تامین کې د ایران رول روښانه دی او په دې برخه کې د خوندي تګ راتګ او د سمندري ماینونو پاکولو په ګډون اقدامات د ایران او عمان ترمنځ د همکاریو په چوکاټ کې تعقیبېږي.
بقایي ویلي، د شوې هوکړې له مخې به پخوانۍ سمندري لارې د یوې مرکزي او خوندي لارې پر ځای بدلې شي. د هغه په وینا، دغه لاره به تر هغه وخته د لنډمهالې لارې په توګه وکارول شي، چې د نوې بېلوونکې طرحې په اړه هوکړه وشي.
نوموړي زیاته کړې، چې جنوبي لاره هېڅکله هم د تګ راتګ لپاره وړ او خوندي لاره نه وه.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د شخړو د زیاتېدو اصلي لامل د اګست له ۱۷مې وروسته د امریکا له خوا د خپلو ژمنو سرغړونه بللې ده.
د هغه په وینا، واشنګټن پر دې ټینګار کړی، چې سوداګریزې او پوځي بېړۍ دې د هرمز له تنګي څخه په داسې حال کې تېرې شي چې د پېژندنې سیسټمونه یې فعال نه وي.
بقایي زیاته کړې، چې د روانو دیپلوماتیکو خبرو اصلي هدف له عمان سره یوې دوامدارې هوکړې ته رسېدل دي، څو د هرمز په دې حیاتي سمندري دهلېز کې بشپړ امنیت تامین شي.
