لوبې نړۍ

ایا د فوټبال نړۍوال جام له اړتیا زیات لوی شوی؟

د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړۍوال جام، چې د متحده ایالاتو، کاناډا او مکسیکو په ګډ کوربتوب ترسره کېږي، د خپل پراخ شوي فارمیټ له امله د فوټبال د نړۍ په کچه د بحثونو محور ګرځېدلی دی.

په دغه جام کې د ګډون کوونکو ټیمونو شمېر ۳۲ څخه ۴۸ ته لوړ شوی، چې له امله یې سیالۍ نږدې شپږو اونیو ته غځېدلې دي. د فیفا دغه پرېکړه د لا زیاتو هېوادونو د ګډون او د فوټبال د نړیوالېدو په موخه شوې ده.

خو یو شمېر شنونکي او پخواني لوبغاړي وایي، دا بدلون د سیالیو اصلي رقابتي بڼه اغېزمنه کړې ده. د امریکا پخواني ملي لوبغاړي کلینټ ډیمپسي په وینا، د نوې بڼې له امله د ګروپي پړاوونو پخوانی هیجان کم شوی او اوس جام په عملي ډول تر ناک آوټ پړاوونو پورې لږ جذاب ښکاري.

د نوې جوړښت له مخې، د هر ګروپ له غوره ټیمونو سربېره اته غوره دریم ځای لرونکي ټیمونه هم بل پړاو ته لېږدول کېږي، چې دا چاره د “مرګ ګروپ” د رامنځته کېدو احتمال کموي او د لومړنیو پړاوونو رقابت محدودوي.

منتقدین وایي، که څه هم دا بدلون د ټیمونو شمېر او نړۍوال ګډون زیاتوي، خو له بلې خوا د لوړ کچې سیالیو شدت او کیفیت تر پوښتنې لاندې راولي.

په همدې حال کې د فوټبال مینه‌وال او شنونکي دا بحث کوي چې ایا د نړۍوال جام پراخ شوی فارمیټ به د دې تر ټولو ستر ورزشي جام تاریخي جذابیت وساتلی شي که نه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *