د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په خپل یو تازه راپور کې ویلي، د نومبر تر ۱۶مې پورې په کونړ، لغمان او نورستان کې د زلزلو له امله ۳۲۴ زره کسانو ته بشري مرستې رسېدلې دي.
اوچا زیاته کړې، چې د افغانستان په ختیځ کې ۴۹۹ زره کسان اغېزمن شوي، چې له دې ډلې ۲۲۱ زره عاجلو مرستو ته اړتیا لري.
د اوچا په وینا، د اغېزمنو خلکو د مرستو لپاره ټولټال ۱۱۱ میلیونه ډالره پکار دي، خو تر اوسه یوازې ۳۸ میلیونه ډالر ترلاسه شوي دي.
اوچا د نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کړې، چې د ژغورنې او عاجلو مرستو لپاره مالي ملاتړ زیات کړي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په خپل یو تازه راپور کې ویلي، د نومبر تر ۱۶مې پورې په کونړ، لغمان او نورستان کې د زلزلو له امله زیانمنو ۳۲۴ زره کسانو ته بشري مرستې رسېدلې دي.
اوچا زیاته کړې، چې د افغانستان په ختیځ کې ۴۹۹ زره کسان اغېزمن شوي، چې له دې ډلې ۲۲۱ زره عاجلو مرستو ته اړتیا لري.
د اوچا په وینا، د اغېزمنو خلکو د مرستو لپاره ټولټال ۱۱۱ میلیونه ډالره پکار دي، خو تر اوسه یوازې ۳۸ میلیونه ډالر ترلاسه شوي دي.
اوچا د نړۍ والې ټولنې څخه غوښتنه کړې، چې د ژغورنې او عاجلو مرستو لپاره مالي ملاتړ زیات کړي.
