د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، د افغانستان په سوېل ختیځ کې د زلزلو زیانمن شوي خلک لا هم د خپلو لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې له جدي ستونزو سره مخ دي. د اوچا چارواکو د پکتیکا ولایت د ګیان ولسوالۍ د سفر پر مهال ویلي، چې که څه هم بشري مرستو د خلکو د وضعیت په ښه کېدو کې مرسته کړې، خو دوامداره رغونه او ثبات لا هم پراخ ملاتړ او پانګونې ته اړتیا لري.
اوچا زیاتوي، چې په زلزله ځپلو سیمو کې بنسټیز خدمات محدود دي او د بشري مرستو بودیجه د اړتیاوو په پرتله ډېره کمه ده. دغه اداره ټینګار کوي چې زیانمن شوي خلک د خواخوږۍ پر ځای عملي ملاتړ او د ژوند د بیا رغونې فرصتونو ته اړتیا لري.
د یادونې وړ ده، چې د ۲۰۲۲ کال د جون په میاشت کې د ۵.۹ ریشتره زلزلې د پکتیکا او خوست ولایتونو زرګونه کورنۍ زیانمنې کړې، له زرو ډېر کسان پکې ووژل شول او زرګونه نور بېکوره شول.
