د کډوالو د مرستو نړیوال سازمان خبر ورکړی، چې په امریکا کې یوې فدرالي محکمې د ډونالډ ټرمپ ادارې ته امر کړی، څو د افغان پخوانیو همکارانو لپاره د ځانګړو کډوالۍ ویزو (SIV) د دوسیو د ارزونې بهیر سمدستي بېرته پیل کړي.
د یاد سازمان په وینا، دا پرېکړه د هغو زرګونو افغان متقاضیانو لپاره نوې هیلې راولاړوي، چې له اوږدې مودې راهیسې په بېسرنوشتي کې پاتې وو.
قاضی تانیا چاتکان په خپل قاطع حکم کې ویلي، چې د دغو دوسیو نامحدود ځنډ او بندېدل د کانګرس له پرېکړو او پخوانیو قضايي احکامو ښکاره سرغړونه ده. هغې ټینګار کړی، چې د ټرمپ اداره نه شي کولی دا مهم بهیر په خپله خوښه ودروي او باید د خپلو پخوانیو متحدینو د ژوند په وړاندې مسوولیت ومني.
د دې پرېکړې له مخې، د ډونالډ ټرمپ اداره مکلفه ده، چې د یو روښانه او ټاکلي مهالوېش له مخې پر راټولو شوو غوښتنلیکونو کار پیل کړي. محکمې همداراز امر کړی، چې د ځانګړو کډوالۍ ویزو ارزونه او پرېکړه باید «پر وخت» ترسره شي، څو متقاضیان له احتمالي ګواښونو وژغورل شي.
