Home افغانستان امریکا په قطر کې بند پاتې افغانانو ته د بېرته ستنېدو لپاره پیسې ورکوي
افغانستان سیاست

امریکا په قطر کې بند پاتې افغانانو ته د بېرته ستنېدو لپاره پیسې ورکوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د هغو افغانانو لپاره د پیسو ورکولو لړۍ پیل کړې چې د کلونو راهیسې په قطر کې بند پاتې دي، څو بېرته افغانستان ته ستانه شي. دا اقدام داسې مهال کېږي چې واشنګټن غواړي د «کمپ اس سیلیه» په نوم دغه مرکز وتړي.

د راپورونو له مخې له تېر کال راهیسې تر ۱۱۰۰ ډېر کسان په دې پخوانۍ امریکايي پوځي اډه کې ساتل شوي دي.

دا وضعیت وروسته له هغه رامنځته شو چې د امریکا حکومت د هغو افغانانو د بیا مېشتېدو بهیر وځنډاوه، کوم چې له امریکايي ځواکونو سره د کار کولو له امله افغانستان ته د ستنېدو په صورت کې د طالبانو له احتمالي غچ اخیستنې وېره لري.

د امریکا د کانګرس ډیموکراټ غړو پر دې پرېکړه سختې نیوکې کړې او دا اقدام یې د کمپ له تړل کېدو مخکې افغان متحدینو ته د بېرته ستنېدو لپاره د پیسو وړاندیز بللی چې د هغوی په باور د افغان متحدینو سره د خیانت معنا لري.

د جنوبي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، اس. پال کاپور، قانون جوړوونکو ته ویلي چې شاوخوا ۱۵۰ افغانانو تر اوسه دا مالي وړاندیز منلی، خو لا هم روښانه نه ده چې له بېرته ستنېدو وروسته به د هغوی برخلیک څه وي.

کاپور زیاته کړې چې امریکا افغانان په زور افغانستان ته نه ستنوي او هېڅوک یې بېرته تګ ته نه دي اړ کړي. د هغه په وینا، ځینې کسان په خپله خوښه تللي دي، او هڅې روانې دي چې پاتې کسان درېیمو هېوادونو ته ولېږدول شي، ځکه په کمپ کې د نامعلومې مودې لپاره د هغوی ساتل مناسب نه ګڼل کېږي.

که څه هم د ورکړل شوو پیسو رسمي جزییات نه دي خپاره شوي، خو د «افغان ایواک» په نوم د پخوانیو سرتېرو او ملاتړو د ائتلاف مشر، شان وانډایور، ویلي چې اصلي غوښتونکي ته ۴۵۰۰ ډالر او د هر اضافي کس لپاره ۱۲۰۰ ډالر ورکول کېږي.

نوموړي ټینګار کړی چې د افغانانو بېرته ستنېدل په بشپړه توګه داوطلبانه نه دي، ځکه د کمپ کارکوونکي هغوی ته سپارښتنه کوي چې دا وړاندیز ومني، په داسې حال کې چې درېیم هېواد ته د لیږد امکان لا هم نامعلوم پاتې دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version