Home نړۍ الشرع او پوتین د سوریې ځکمنۍ بشپړتیا او یووالي برخو کې د هڅو پر دوام ټینګار کړی
نړۍ

الشرع او پوتین د سوریې ځکمنۍ بشپړتیا او یووالي برخو کې د هڅو پر دوام ټینګار کړی

سوریې ولسمشر احمد الشرع د خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره تېره ورځ (چهارشنبه، د سلواغې ٨) د مسکو په کریملین ماڼۍ کې وکتل.

د سوریې دولتي خبري اژانس «سانا» راپور ورکړی، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د مسکو او دمشق اړیکې ژورې وبللې او د سوریې ځکمنۍ بشپړتیا او یووالي برخو کې یې د هڅو پر دوام ټینګار وکړ.

د یاد راپور له مخې، د روسیې ولسمشر پوتین په خپلو خبرو کې د سوریې د بیارغونې په هڅو کې ګډون ته چمتوالی ښودلی.

ورته مهال، احمد الشرع په تېر یوه کال کې د دمشق او مسکو د اړیکو پراختیا ته په اشارې د سوریې ترڅنګ د سیمې په یووالي او ثبات کې د روسیې رول مهم بللی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version