سوریې ولسمشر احمد الشرع د خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره تېره ورځ (چهارشنبه، د سلواغې ٨) د مسکو په کریملین ماڼۍ کې وکتل.
د سوریې دولتي خبري اژانس «سانا» راپور ورکړی، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د مسکو او دمشق اړیکې ژورې وبللې او د سوریې ځکمنۍ بشپړتیا او یووالي برخو کې یې د هڅو پر دوام ټینګار وکړ.
د یاد راپور له مخې، د روسیې ولسمشر پوتین په خپلو خبرو کې د سوریې د بیارغونې په هڅو کې ګډون ته چمتوالی ښودلی.
ورته مهال، احمد الشرع په تېر یوه کال کې د دمشق او مسکو د اړیکو پراختیا ته په اشارې د سوریې ترڅنګ د سیمې په یووالي او ثبات کې د روسیې رول مهم بللی.
