افغانستان

افغانستان کې د کرنیزو ځمکو کچه ۱۰ سلنه لوړه شوې

د افغانستان د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې ویلي، چې د سپوږمکۍ انځورونو او ریموټ سنسنګ ټکنالوژۍ د تحلیل له مخې، په ۱۴۰۵ کال کې د هېواد تر کښت لاندې کرنیزې سیمې د تېر کال په پرتله ۱۰ سلنه زیاتې شوې دي.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې، د افغانستان ټوله کرنیزه ځمکه څه باندې درې میلیونه هکټاره ده، چې له دې ډلې ۲.۱ میلیونه هکټاره اوبیزه او شاوخوا ۸۷۴ زره هکټاره للمي ځمکه ده.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان یا «ایف ای او» هم ویلي، د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کرنیز فصل په عمومي ډول د ښه غنمو حاصل له امله مثبت پای ته رسېدلی، خو د دوبي کرنیز محصولات د تودوخې لوړې درجې، د اوبو کمښت او د سرې د بیو له لوړېدو سره مخ دي.

دغه سازمان خبرداری ورکړی، چې اقلیمي بدلونونه، د اوبو کمښت او اقتصادي فشارونه د افغانستان پر کرنې اغېز کولی شي او د بزګرانو د ملاتړ لپاره دوامداره څارنه او مخکیني اقدامات اړین دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *