افغانستان لوبې

افغانستان زمبابوې ته د ١٥٨ منډو په توپیر ماتې ورکړه

افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په روان درې اړخیزه کرکټ یوورځنیو سیالو لړۍ کې زمبابوې ملي لوبډلې ته د ١٥٨ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په زیان سره ۲۹۴ منډې جوړې کړې او د سیالې زمبابوې لوبډلې ته یې د ۲۹۵ منډو هدف وټاکه.

د افغان لوبډلې په ګټه صدیق الله اتل سلیزه جوړه کړه او په ۱۰۲ منډو یې خپله ویکټ له لاسه ورکړه. د نوموړي ترڅنګ ابراهیم ځدراڼ هم بهترینه توپوهنه وکړه او ۹۰ منډې یې جوړې کړې. دغه راز حشمت الله شهیدي ۲۸ او رحمن الله ګربز ۲۵ مندې جوړې کړې.

د یاد هدف په تعقیب د زمبابوې ټوله لوبډله په ٣٩.٤ اورونو کې وسوځول شوه او په دې سره افغانستان لومړۍ بریا ترلاسه کړه.

د افغانستان لپاره په توپ اچونه کې راشد خان په اتو اورونو کې د ١٧ منډو په ورکولو سره د سیالې لوبډلې څلور لوبغاړي وسوځول.

په دغه لړۍ کې د افغانستان او زمبابوې ترڅنګ بنګله‌دېش هم شتون لري، چې بنګله‌دېش خپله لومړۍ لوبه زمبابوې ته بایللې ده.

دغه لوبې د افغانستان په کوربتوب په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *