د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې د یو ورځنیو سیالیو د درې اړخیزې لوبلړۍ په پایلوبه کې زمبابوې ته د اوو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او د سیالیو اتلولي یې وګټله.
په دې لوبه کې، چې د اکتوبر پر ۲۳مه ترسره شوه، زمبابوې لومړی توپوهنه وکړه او د افغانستان د توپ اچونکو پر وړاندې یې په ۴۳.۳ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۹ منډې جوړې کړې.
د زمبابوې لپاره سیکندر رضا ۶۸ او رایان برل ۳۱ منډې وکړې. د افغانستان په توپ اچونکو کې راشد خان درې، محمد نبي، فضلالحق فاروقي او بلال سمي دوه ـ دوه او عظمتالله عمرزي یوه ویکټ واخیسته.
افغانستان د ۱۷۰ منډو هدف د درېیو لوبغاړو په سوځېدو په ۳۴.۳ اورونو کې پوره کړ. ابراهیم ځدراڼ ۷۰ ناسوځېدلې منډې وکړې، رحمت شاه ۴۳ او رحمنالله ګربز ۳۶ منډې جوړې کړې.
ابراهیم ځدراڼ د خپلې غوره توپوهنې له امله د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه وګټله، په داسې حال کې چې راشد خان د درېیو لوبو په لړ کې د ۱۱ ویکټو په ترلاسه کولو د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جایزه خپله کړه.
د دې لوبې پر مهال راشد خان د افغانستان لپاره خپله ۲۵۰مه نړیواله سیالي ترسره کړه او محمد نبي په نړیوال کرکټ کې د خپلو ویکټو شمېر ۳۰۰ ته ورساوه.
افغانستان په دې درې اړخیزه لوبلړۍ کې، چې افغانستان، زمبابوې او بنګلهدېش پکې ګډون درلود، خپلې درې واړه لوبې وګټلې او له ماتې پرته یې د اتلولۍ جام پورته کړ.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د درې ورځني استراحت وروسته د اکتوبر پر ۲۷مه له زمبابوې سره د شل اوریزو نړیوالو سیالیو لوبلړۍ پیل کړي.
