د مستعمرې پښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ په موټر بم برید کې د ۱۱ پاکستاني امنیتي ځواکونو له وژل کېدو وروسته؛ د پاکستان حکومت په اسلاماباد کې د طالبانو پر وړاندې احتجاج ثبت کړی دی.
د راپورونو له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په اسلاماباد کې د طالبان مرستیال سفیر ور وغوښت او د یاد برید په تړاو یې خپل شدید اعتراض ورته وړاندې کړی.
د اکسپرېس ټریبون ورځپاڼې د راپور له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې لیدنه کې ټینګار کړی، چې افغان خاوره باید د پاکستان پر ضد د وسلهوالو ډلو له خوا ونه کارول شي او د دې ډول پېښو د مخنیوي لپاره دې جدي او عملي ګامونه واخیستل شي.
پاکستاني چارواکو ویلي، یاد موټر بم برید د باجوړ ولسوالۍ کې شوی، چې د خیبر پښتونخوا له ناامنو سیمو څخه ګڼل کېږي او په ترڅ کې یې ۱۱ امنیتي سرتېري وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د پاکستاني پوځ پر وړاندې بریدونه زیات شوي، چې پاکستاني چارواکي یې د افغان طالبانو او هند کار بولي. خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت او هندي چارواکو دغه تورونه تل رد کړي او وایي، چې پاکستاني چارواکي خپله ناکامي پر نورو وراچوي.
