افغانستان

یونیسف: د نجونو د زده کړو بندیز به افغانستان له زرګونو ښځینه کدرونو محروم کړي

یونیسف خبرداری ورکړی، که په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار بندیزونه دوام وکړي، دا هېواد به تر ۲۰۳۰ کال پورې شاوخوا ۲۵ زره ښځینه ښوونکې او روغتیايي کارکوونکې له لاسه ورکړي.

د یونیسف د راپور له مخې، تر اوسه لږ تر لږه یو میلیون نجونې د زده کړو له محدودیتونو اغېزمنې شوې دي او ښايي دا شمېر تر ۲۰۳۰ کال پورې دوه برابره شي.

راپور زیاتوي، چې د بندیزونو له امله به تر ۲۰۳۰ پورې نږدې ۲۰ زره ښځینه ښوونکې او ۵۴۰۰ روغتیايي کارکوونکې له خپلو دندو ووځي، چې دا د ۲۰۲۱ کال د ښځینه کاري ځواک نږدې څلورمه برخه جوړوي.

یونیسف ټینګار کړی، چې د نجونو له زده کړو محرومول به د هېواد د ښوونې، روغتیا او اقتصاد پر راتلونکي جدي منفي اغېز وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *