افغانستان

طالبانو د ځنګلونو د ساتنې لپاره ځانګړي پولیس ګومارلي دي

د اسوشیټیډ خبري اژانس د راپور له مخې، په افغانستان کې د ځنګلونو د پاتې شونو د ساتنې او د ناقانونه ونو پرېکولو د مخنیوي لپاره د طالبانو حکومت ځانګړي پولیس ګومارلي دي.

د راپور له مخې، دغه ځواکونه چې د «شنو قطعاتو» په نوم یادېږي، د هېواد په ختیځو غرنیو سیمو کې ګزمې کوي او د ځنګلونو د ناقانونه وهلو او د لرګیو د قاچاق مخنیوي دنده پر غاړه لري.

راپور زیاتوي، افغانستان په تېرو څلورو لسیزو کې د جګړو، اقلیمي بدلونونو، ناقانونه ځنګل وهلو او د لرګیو قاچاق له امله د ځنګلونو لویه برخه له لاسه ورکړې ده.

د شمالي کارولینا ایالتي پوهنتون د ځنګلونو او وحشي ژوو د سرچینو د څانګې څېړونکي محمد ناصر شلیزي ویلي، افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل او د طالبانو د لومړي حکومت د سقوط ترمنځ شاوخوا ۵۰ سلنه ځنګلونه له لاسه ورکړي دي.

د طالبانو حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ویاند شېر محمد حاتمي په وینا، د طالبانو حکومت په تېرو پنځو کلونو کې شاوخوا ۱۲۶ میلیونه نیالګي او قلمه شوې ونې کېنولې دي او په ټول هېواد کې نږدې زر کسان د ځنګلونو د ساتنې په ګزمو بوخت دي.

د راپور له مخې، د کونړ ولایت د افغانستان له هغو محدودو سیمو څخه دی چې لا هم پراخ ځنګلونه لري او ځانګړي ځواکونه یې د ساتنې لپاره ګزمې کوي.

چاپېریال ساتونکي خبرداری ورکوي، چې د ځنګلونو له منځه تلل د خاورې تخریب، سېلابونو او ځمکې ښویېدنې خطر زیاتوي او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د افغانستان زیان‌مننه لا پراخوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *