د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، د واخان لار یې د چین تر پولې رسولې او هڅه کوي د سترو اقتصادي پروژو په پلي کولو افغانستان اقتصادي ځانبسیاینې ته ورسوي.
مجاهد نن دوشنبه د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز ښار کې د پکتیا په نښتر دودیزه مشاعره کې ویلي، د ټاپي، قوشتېپې کانال، واخان لارې او د کانونو استخراج هغه مهمې پروژې دي چې د افغانستان په اقتصادي پرمختګ کې اغېزمن رول لرلی شي.
نوموړي زیاته کړې، چې د ۱۴۰۴ کال په اوږدو کې د افغانستان صادرات اووه سلنه زیات شوي، د هېواد ټوله بودیجه له کورنیو عوایدو تمویلېږي او له واک ته رسېدو وروسته په هرات کې ۱۵۰۰ کارخونو فعالیت پیل کړی دی.
مجاهد دغه راز د فرهنګي فعالیتونو، امنیت، پوهنې او له پاکستان سره د سوداګریزو لارو د تړل کېدو په اړه هم څرګندونې کړې دي.
