د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ خبرداری ورکړی، چې زرګونه افغان کورنۍ د سخت ژمي او تر منفي ۲۵ درجو سانتيګراد پورې د سړې هوا له ګواښ سره مخ دي
د دې ادارې په وینا، زیانمنې کورنۍ تودو جامو، د تودوخې وسایلو او سرپناه ته بېړنۍ اړتیا لري.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ هسپانوۍ کارکوونکې، امایا مارتینز، په کابل کې د دې ادارې له یوه ګودامه په خپره کړې ویډیو کې د افغان کورنیو وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي، چې ګڼې کورنۍ د ژمي له سړې هوا سره د مقابلې لپاره اړین امکانات نه لري.
مارتینز زیاته کړې، ژمی په افغانستان کې ډېر سخت دی او زرګونه کورنۍ له ستونزمنو شرایطو سره مخ دي؛ له همدې امله باید له زیانمنو خلکو سره بېړنۍ مرستې وشي.
یادې ادارې له مرستندویه بنسټونو او نړیوالو تمویلکوونکو غوښتي، چې خپلې مالي مرستې زیاتې کړي، څو د اړمنو کورنیو لومړنۍ اړتیاوې پوره شي.
د بېوزلۍ زیاتوالی، اقتصادي ستونزې او د افغان کډوالو پراخ بېرته راستنېدل هغه عوامل بلل شوي، چې د خلکو زیانمنېدنه یې زیاته کړې ده.
تر دې مخکې د کډوالۍ نړیوال سازمان هم ویلي وو، چې د ژمنیو مرستو د برابرولو لپاره ۸.۸ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري او د دې بودجې نشتوالی د څه باندې ۱۴۰ زره کسانو د ژمنیو مرستو ترلاسه کول له خطر سره مخ کوي.
مرستندویه بنسټونو خبرداری ورکړی، چې که د ژمنیو مرستو لپاره اړینې مالي سرچینې برابرې نه شي، لسګونه زره بېوزله وګړي به د ژمي په سړه هوا کې له سرپناه او حیاتي مرستو بېبرخې پاتې شي.
