نړۍ

غزه کې سېلابونو د ۷۰ زره بې‌ځایه شویو فلسطینیانو خېمې ډوبې کړې

د اسراییل د پارلمان د عربانو ګډ لېست خبرداری ورکړی، چې په غزه کې سختو بارانونو او سېلابونو د فلسطینیانو بشري ناورین لا پسې زیات کړی دی.

د دې ائتلاف په وینا، د وروستي توپان له امله د بې‌ځایه شویو فلسطینیانو شاوخوا ۷۰ زره خېمې په ۱۲ ساعتونو کې له اوبو ډکې شوې او لسګونه ویجاړې شوې ودانۍ هم نړېدلې دي.

د غزې د رسنیو دفتر ویلي، چې د توپان له امله لومړني اټکل شوي مالي زیانونه شاوخوا درې میلیونه ډالرو ته رسېږي.

دغه ائتلاف ویلي، سلګونه زره فلسطینیان څلورم ژمی په خېمو کې تېروي او ښځې، ماشومان او کورنۍ د باران او سړې هوا پر وړاندې له خوندي سرپناه پرته پاتې دي.

د اسراییل د پارلمان د عربانو ګډ لېست له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د غزې بشري ناورین ته پاملرنه وکړي او د فلسطینیانو له کړاوونو سترګې پټې نه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *