نړۍ

د ایران په سوېلي سیمو او قشم ټاپو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي

د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې د شنبې په ماښام د دغه هېواد په څو سوېلي سیمو، په ځانګړې توګه د هرمز تنګي په قشم ټاپو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

د ایران دولتي ټلوېزیون ویلي، ښايي دغه چاودنې د هرمز تنګي په ستراتیژیکه سیمه کې د ایران له پوځي فعالیتونو سره تړاو ولري؛ هغه سیمه چې د روان کال په فبرورۍ کې د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې د سوداګریزو بېړیو د پرله‌پسې بریدونو شاهده ده.

د راپور له مخې، ایراني چارواکو په یادو سیمو کې د توغندیزو بریدونو پخلی نه دی کړی. بلخوا، نیمه‌رسمي تسنیم خبري اژانس د یوې سرچینې په حواله ویلي، چې په قشم ټاپو کې اورېدل شوې چاودنې له توغندیزو بریدونو سره تړاو نه لري.

په همدې حال کې، د ایران د سپاه پاسداران سمندري ځواکونو د یکشنبې په لومړیو ساعتونو کې ویلي، چې دوه د تېلو لېږدوونکې بېړۍ په هرمز تنګي کې د ماینونو له لګېدو وروسته اور اخیستی دی. د یادو ځواکونو په وینا، دغو بېړیو د تنګي له یوې «غیرمجازې لارې» د تېرېدو هڅه کوله.

تر اوسه روښانه نه ده، چې د بېړیو د اور اخیستو پېښه په سوېلي سیمو کې د اورېدل شویو چاودنو له غږونو سره تړاو لري که نه.

ایران په دې وروستیو کې پر هغو بېړیو بریدونه کړي، چې د دغه هېواد په وینا، د هرمز تنګي له لارې د تګ راتګ محدودیتونه یې نقض کړي دي. تهران هڅه کوي پر دغه ستراتیژیکه اوبو لاره خپل کنټرول ټینګ کړي او پر واشنګټن فشار زیات کړي.

تر دې مخکې، د شنبې په ورځ تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی و، چې دوه توغندي د قشم ټاپو لګېدلي دي؛ خو د احتمالي زیانونو په اړه یې رسمي معلومات نه وو خپاره کړي.

دا پېښې څو ورځې وروسته له هغې رامنځته کېږي، چې امریکايي ځواکونو پر قشم ټاپو بریدونه وکړل. یوه امریکايي چارواکي ویلي، چې دغه بریدونه محدود وو او په دې معنا نه دي، چې پراخې پوځي نښتې بېرته پیل شوې دي.

بلخوا، د امریکا مرکزي قوماندانۍ د شنبې په ماښام ویلي، چې امریکايي ځواکونو یوه سوداګریزه بېړۍ وروسته له هغې له حرکته غورځولې، چې د ایران د سمندري کلابندۍ د ماتولو هڅه یې کوله.

د یادې قوماندانۍ په وینا، یوې امریکايي الوتکې د بېړۍ پر شا برخه ډزې کړې او د تګ وړتیا یې له منځه وړې ده.

په سیمه کې هېوادونه په دې تمه وو، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ښايي د منځمهاله ټاکنو له پای ته رسېدو وروسته پر ایران خپل بریدونه بېرته پیل کړي. ټرمپ د دغو ټاکنو تر مخه څو اوونۍ پر ایران له نوو بریدونو ډډه کړې وه.

ایران هم په وار وار خبرداری ورکړی، چې د هر ډول نوي برید په صورت کې به د سیمې په ګاونډیو هېوادونو کې پر امریکايي او اسراییلي اهدافو بریدونه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *