د اسلاماباد د ترهګرۍ ضد محکمې پر بشري حقونو فعالې او وکیلې ایمان زینب مزاري او د هغې پر خاوند، وکیل هادي علي چټهه، د امنیتي سرغړونې په یوه قضیه کې فردي جرم لګول شوی.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د محکمې قاضي طاهر عباس سپرا د اکتوبر پر ۷مه د قضیې اورېدنه کړې، مزاري او چټهه د ویډیو کنفرانس له لارې محکمې ته حاضر شوي.
د دواړو مدافع وکیلانو د فرد جرم پر لګولو اعتراض کړی او ویلي یې دي، چې تورنو کسانو ته د قضیې د اسنادو نقلونه نه دي ورکړل شوي؛ خو محکمې د دفاع له اعتراض سره سره پر دواړو د فرد جرم ولګاوه.
دا قضیه د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر له هغې پېښې سره تړاو لري، چې د انګلستان د کرکټ لوبډلې د پاکستان د سفر پر مهال په اسلاماباد کې رامنځته شوې وه. پولیس ادعا کوي، چې مزاري او چټهه د فیصل ایونیو په صفري نقطه کې د پولیسو خنډونه لرې کړي او له پولیسو سره یې شخړه کړې وه.
دواړه له دې قضیې پرته په نورو قضیو کې هم له قانوني ستونزو سره مخ دي. د بشري حقونو ځینو ادارو د دوی د قضیو د قانوني بهیر په اړه اندېښنه ښودلې ده.
