افغانستان

ملګري ملتونه: سږ کال په افغانستان کې په وسله والو شخړو کې ۱۱۰۰ ملکي وګړي قربانیان شوي

ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک وايي، سږ کال په افغانستان کې د وسله‌وال تاوتریخوالي له امله د څه باندې ۱۱۰۰ ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې پېښې ثبت شوې دي.

دوجاریک ویلي، د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) له تأیید سره سم، د اکتوبر په لومړۍ نېټه د پاکستان پوځي رژیم لخوا پر کونړ او هلمند ولایتونو په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ ملکي وګړي شهیدان شوي، چې ډېری یې ماشومان وو او نهه نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو ویاند د پاکستان لخوا پر افغانستان د وروستیو هوايي بریدونو له امله د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې په اړه اندېښنه ښودلې ده.

په همدې حال کې، په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه غندلي دي.

بېنېټ ویلي، چې د ملکي وګړو د وژلو لپاره هېڅ توجیه نشته او هغه کسان چې د دغو پېښو مسؤل دي، باید ځواب‌ویونکي وګرځول شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *