اروپايي ټولنې د پاکستان پوځي رژیم له لوري پر کونړ او هلمند ولایتونو د هوايي بریدونو له امله د ملکي وګړو مرګژوبله غندلې او له افغانستان او پاکستان یې د زغم او خبرو له لارې د خپلو اختلافاتو د حل غوښتنه کړې ده.
د اروپايي ټولنې په اعلامیه کې ویل شوي، ټول لوري باید د نړۍوالو قوانینو، په ځانګړي ډول د بشري حقونو نړۍوال قانون، درناوی وکړي او د ملکي وګړو او ملکي تاسیساتو د خوندیتوب لپاره لازم اقدامات وکړي.
د طالبانو حکومت په وینا، په دغو بریدونو کې ۹ کسان، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي شهیدان شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
یوناما بیا پرون ویلي وو، چې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ ملکي وګړي شهیدان شوي او ۹ نور ټپیان شوي، چې ډېری یې ماشومان دي.
