افغانستان سیاست

امریکا: طالبان د مذهبي ازادۍ د سختو سرغړونو له کبله د ځانګړې اندېښنې وړ دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت طالبان په افغانستان کې د مذهبي ازادۍ د سختو سرغړونو له کبله د ځانګړې اندېښنې وړ ډلې په توګه پېژندلي دي.

دغه وزارت امریکا غږ ته په یوه ځانګړي پیغام کې ویلي، چې د ۲۰۲۱ کال راهیسې په افغانستان کې د مذهبي ازادۍ وضعیت څاري.

د امریکا د مذهبي ازادیو په چارو کې د نړۍوالې کمېسیون په یوه تازه غونډه کې هم په افغانستان کې د دیني ازادیو د محدودېدو په اړه اندېښنه څرګنده شوې ده.

د غونډې ګډونوالو ویلي، چې مذهبي اقلیتونه، په ځانګړي ډول شیعه او اسماعیلي مسلمانان، له جدي محدودیتونو او ناامنۍ سره مخ دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا ټینګار کړی، چې طالبان د افغانستان د مشروع حکومت په توګه نه پېژني او هغه مرستې یې ځنډولې دي چې د طالبانو لاس ته د رسېدو امکان ولري.

طالبانو تر اوسه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی. خو تر دې مخکې یې خپل نظام د ټولو افغانانو لپاره خوندي بللی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *