افغانستان

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: د پاکستان د ځان دفاع حق ملاتړ کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، واشنګټن د پاکستان د هغه حق ملاتړ کوي، چې د طالبانو له بریدونو څخه د خپل هېواد د دفاع لپاره اقدام کوي.

د دغه وزارت یوه ویاند ویلي، چې امریکا د پاکستان د ځان‌دفاع حق ملاتړ کوي او طالبان یې د ځانګړي نوملړ کې شامل نړیوال ترهګرې ډلې په توګه یاد کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا څرګندونې په داسې مهال کړې، چې پاکستان پوځي رژيم نن سهار وختي د افغانستان په پکتیکا او کونړ ولایتونو کې هوایي بریدونه کړي، چې له امله یې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د معلوماتو له مخې، په دغه بریدونو کې امریکایي بمونه استعمال شوي دي.

پاکستان روان کال څو ځلې په افغانستان کې د ملکي وګړو اهداف په نښه کړي، چې دغه بریدونه ګڼو نړۍوالو بنسټونو او هېوادونو لخوا په سخته سره غندل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *