افغانستان

مجاهد: افغانان به پاکستان ته مناسب ځواب ورکړي

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، چې پاکستاني پوځ تېره شپه د کنړ او پکتیکا پر ځینو سیمو هوايي بریدونه کړي دي.

مجاهد ویلي، پر کونړ برید کې یوه ښځه او دوه نارینه شهیدان شوي او دوه ښځې او دوه نارینه ټپیان شوي دي.

د نوموړي په وینا، قربانیان ټول ملکي وګړي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند زیاته کړې، چې په پکتیکا کې پر یوه کور او یوه سیمه‌ییز دوکان برید شوی، خو د ده په وینا، په دغو بریدونو کې ځاني زیان نه دی اوښتی.

مجاهد دغه بریدونه تجاوز او ظلم بللي او ویلي یې دي، چې افغانان به ورته مناسب ځواب ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *