افغانستان سیاست

د شاه امان‌الله خان تاریخي کښتۍ؛ له اروپا څخه افغانستان ته راوړل شوې ډالۍ

د شاه امان‌الله خان تاریخي کښتۍ؛ له اروپا څخه افغانستان ته راوړل شوې ډالۍ د شاه امان‌الله خان دوه تاریخي کښتۍ د افغانستان د خپلواکۍ د تاریخ له هغو یادګارونو څخه دي، چې د هېواد له سیاسي او ډیپلوماتیک تاریخ سره تړاو لري.

د کندوز د اطلاعاتو او کلتور ریاست د معلوماتو پر بنسټ، شاه امان‌الله خان په ۱۳۰۶ لمریز کال (۱۹۲۷ میلادي) کې اروپا ته د سفر پر مهال د بېلابېلو اروپايي هېوادونو له لوري په درناوي وستایل شو.

د معلوماتو له مخې، جرمني د دغه سفر پر مهال شاه امان‌الله خان ته دوه کښتۍ د ډالۍ په توګه ورکړې وې. دا کښتۍ وروسته افغانستان ته راوړل شوې او د شاه امان‌الله خان د واکمنۍ او له بهرنیو هېوادونو سره د هغه وخت د اړیکو تاریخي یادګار ګڼل کېږي.

په خپرو شویو معلوماتو کې راغلي، چې هره کښتۍ شاوخوا ۱۰ متره اوږدوالی، دوه متره سور او ۲۸۰ سانتي‌متره لوړوالی لري.

د دغو کښتیو پاتې کېدل د افغانستان د معاصر تاریخ، د شاه امان‌الله خان د اروپا سفر او له بهرنیو هېوادونو سره د هغه وخت د اړیکو یوه تاریخي نښه بلل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *