افغانستان

پکتیا کې بڼوال: د بازار نشتوالي له امله د مڼو حاصلات له زیان سره مخ دي

د پکتیا یو شمېر بڼوال وايي، سږ کال په دغه ولایت کې د مڼو حاصلات په ډېرو سیمو کې ښه نه دي او ترڅنګ یې د مناسب بازار او د مېوو د ساتنې لپاره د کافي سړو خونو نشتوالی یوه بله ستونزه ده.

د ګردېز یوه بڼوال رحت الله ویلي، سږ کال یې د مڼو حاصلات پوره ښه نه دي، چې لامل یې د کال په سر کې نامناسبه هوا وه.

نوموړي ویلي، زموږ په کلي کې یوازې یو څو باغونه ښه دي، نور اکثریت یې میوه نه لري. د نوموړي په وینا، د دې سربېره یې بازار هم مناسب جوړ نه دی او مڼې په ازرانه بیه پلورول کېږي.

د زرمت ولسوالۍ بڼوال جمال‌شاه هم وايي، د مڼو لپاره د حاصلاتو د راټولېدو پر مهال مناسب بازار نه وي، چې له امله یې بڼوال له اقتصادي زیان سره مخ کېږي.

هغه غوښتنه کوي، چې حکومت او اړوند بنسټونه دې د مېوو د ساتنې لپاره نورې سړې خونې جوړې کړي، څو د مڼو حاصلات تر اوږدې مودې وساتل شي او بڼوال اړ نه شي چې خپلې مېوې په ټیټه بیه وپلوري.

د جمال‌شاه په وینا، اوس مهال په بازار کې د یوه من مڼو بیه ١٠٠ شاوخوا افغانیو پورې ده.

د پکتیا یو سوداګر دلاور وايي، په دغه ولایت کې د مڼو د ساتنې لپاره د کافي ظرفیت لرونکو ځایونو نشتوالی او په کور دننه د مناسب بازار کمښت د دې سبب شوی، چې سوداګر د بڼوالو له باغونو څخه د مڼو د پېرلو لپاره چندان لېوالتیا ونه ښيي.

هغه زیاتوي، چې د ګاونډیو هېوادونو له لوري د سوداګریزو دروازو وخت ناوخت تړل کېدل هم د مېوو پر سوداګرۍ منفي اغېز کوي.

دلاور له حکومت څخه غواړي چې د ګاونډیو هېوادونو ترڅنګ د افغانستان د مېوو لپاره نورو بهرنیو بازارونو ته هم د صادراتو زمینه برابره کړي، څو بڼوال او سوداګر له احتمالي مالي زیانونو خوندي شي.

د پکتیا د کرنې ریاست د باغدارۍ مسوولان وايي، سږ کال په دغه ولایت کې د مڼو حاصلات څه نه څه ښه دي.

د هغه په وینا، د اوبو کمښت د پکتیا د ځینو باغونو لپاره لا هم یوه جدي ستونزه ده او د همدې ستونزې له امله په ځینو سیمو کې باغونه زیانمن شوي دي.

مسوولان وايي، د کرنې ریاست په ۱۳۹۹ کال کې د پکتیا په مرکز ګردېز او ولسوالیو کې یو شمېر سړې خونې جوړې کړې او هڅه یې کړې، چې بڼوال او سوداګر د دغو تاسیساتو له ظرفیت څخه د مېوو د ساتنې لپاره استفاده وکړي.

دوی وایي، چې د کرنې ریاست له سوداګرو هم غوښتي چې په پکتیا کې له هغې سترې سړې خونې څخه استفاده وکړي چې د ترکیې په مرسته جوړه شوې ده.

مسوولان همداراز وایي، چې په دغه ولایت کې یوه نوې او ستره سړه خونه جوړه شوې، چې د مېوو په ساتلو کې مرسته کولی شي.

د پکتیا د کرنې ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د سبزیجاتو او مېوو د ساتنې لپاره یو شمېر سړې خونې جوړې شوې دي، خو بڼوال بیا د لا ډېرو او معیاري سړو خونو او پراخو بازارونو غوښتنه کوي.

پکتیا د مڼو ترڅنګ د بېلابېلو نورو مېوو د باغونو کوربه هم دی او د دغه ولایت ګڼ شمېر بڼوال د خپلو حاصلاتو د پلور لپاره پر کورنیو او بهرنیو بازارونو تکیه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *