د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی ټېسټ روزونکی او د اسټرالیا پخوانی مشهور چټک توپاچوونکی جېسن ګیلسپي وايي، د پاکستان کرکټ بورډ لا هم زما زرګونه ډالر پوروړی دی.
ګیلسپي چې د ۲۰۲۴ کال په اپرېل کې د پاکستان د ټېسټ لوبډلې د مشر روزونکي په توګه وټاکل شو، اته میاشتې وروسته د همدې کال په ډسمبر کې استعفا ورکړه.
نوموړي په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د پاکستان کرکټ له بېثباته او ګډوډ وضعیت څخه مخکې خبر و، خو غوښتل یې له یوې سترې نړۍوالې لوبډلې سره د روزنې نوې تجربه ترلاسه کړي.
ګیلسپي وایي، چې د پاکستان د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د مشر عاقب جاوېد له راتګ وروسته د ده او د پاکستان کرکټ ترمنځ کاري اړیکې په بنسټیز ډول بدلې شوې.
د هغه په وینا، کله چې دی پاکستان ته ورغی، ورته ویل شوي وو، چې د پاکستان د تېز توپاچونې پخوانی شهرت به بېرته راژوندی کوي او د ټېسټ لوبو لپاره به داسې لوبغالي برابرېږي، چې تېز توپاچوونکي پکې ښه اغېز ولري.
خو ګیلسپي وايي، د عاقب جاوېد له ټاکل کېدو وروسته د ده واکونه محدود شول.
هغه زیاتوي، چې عاقب جاوېد په ډېرو برخو کې لاسوهنه کوله او دی له دې حالت سره مخ شو، چې نور یې د لوبډلې د مدیریت، لوبغاړو، کارکوونکو او حتی د انتخاب په چارو کې د پام وړ رول نه درلود.
ګیلسپي وايي، له پاکستان کرکټ بورډ سره کار کول پر ده رواني فشار هم راوست او ان دې ته یې اړ کړ، چې په روزنیز مسلک کې پر خپل راتلونکي شک وکړي.
هغه عاقب جاوېد تورن کړی، چې دی یې سپک او کمزوری کړی و او د دواړو ترمنځ د همکارۍ فضا نه وه رامنځته شوې.
د ګیلسپي په وینا، عاقب جاوېد غوښتل وښيي، چې ټول واک د ده په لاس کې دی او د ده په خبره، د غوراوي کمېټې مشر د نورو کسانو نظرونه نه منل او «یا زما خبره، یا هېڅ» تګلاره یې لرله.
ګیلسپي هغه نیوکې هم رد کړې، چې ګواکې ده او د پاکستان د سپین بال پخواني روزونکي ګیري کرسټن په پاکستان کې کافي وخت نه تېراوه.
نوموړي ویلي، چې د دوی د قراردادونو په اړه پرېکړه کول د عاقب جاوېد کار نه و او دواړه روزونکي چمتو وو، چې په پاکستان کې د روزنیزو کمپونو، کورنیو سیالیو د لیدلو او د راتلونکو لوبو د چمتووالي لپاره وخت تېر کړي.
خو د ده په وینا، کله چې د روزنې دندې د دوو روزونکو ترمنځ ووېشل شي او په یوه موده کې سیالۍ نه وي، نو بهرني روزونکي طبیعي ده چې د استراحت لپاره خپلو هېوادونو ته ستانه شي.
ګیلسپي وايي، دی د پاکستان له پخوانیو تېزو توپاچوونکو، په ځانګړي ډول وسیم اکرم، وقار یونس او عاقب جاوېد سره د ماشومتوب له وخته مینه او درناوی درلود.
خو نوموړي ویلي، چې له عاقب جاوېد سره له نږدې کار کولو وروسته یې د هغه په اړه نظر بدل شو.
ګیلسپي د پاکستان د سپین بال اوسني روزونکي مایک هېسن ته هم سپارښتنه کړې، چې د پاکستان د کرکټ په اوسني وضعیت کې دې پر خپلو اصولو ولاړ پاتې شي.
هغه وايي. “پر خپلو احساساتو باور وکړه او د هو ویونکي کس په توګه مه پاتې کېږه.”
ګیلسپي وايي، هېسن ښه روزونکی دی او هیله لري چې یوازې د معاش د ترلاسه کولو لپاره د پاکستان د کرکټ په ګډوډۍ کې ښکېل نه شي.
د اسټرالیا دغه پخوانی کرکټر وايي، چې د پاکستان کرکټ بورډ لا هم د ده د معاش او نورو مالي حقونو له اړخه زرګونه ډالر پوروړی دی.
خو نوموړي ټینګار کړی، چې یوازې د پیسو د ترلاسه کولو لپاره یې نه غوښتل د بورډ ټولې غوښتنې ومني.
د ګیلسپي په وینا، هغه کولای شول چوپ پاتې شي، له هرې پرېکړې سره موافقه وکړي، معاش واخلي او خپلې دندې ته دوام ورکړي؛ خو نوموړی وايي چې دا د ده د شخصیت او اصولو خلاف و.
ګیلسپي زیاتوي، چې د خپلې اتهمیاشتنۍ دندې په ډېره برخه کې د ده د کمزوري کولو او له دندې د لرې کولو هڅې روانې وې.
هغه وايي، چې په پاکستان کرکټ کې ځینو کسانو ورته ویلي وو چې عاقب جاوېد د ده پر ضد تر شا خبرې کولې او د ده د ځای ناستي د راوستلو هڅې یې کولې.
ګیلسپي خبرداری ورکړی، چې که پر ده منفي څرګندونې دوام وکړي، ښايي د قانوني اقدام په اړه هم فکر وکړي.
ګیلسپي د پاکستان د کرکټ اوسنی وضعیت یو ګډوډ حالت بللی او ویلي یې دي، چې د دې ستونزې اصلي لامل عاقب جاوېد دی.
هغه وايي، که د پاکستان کرکټ غواړي پرمختګ وکړي، باید پیاوړی مشر توب، مسلکي روزونکي او روښانه مدیریتي جوړښت ولري.
د هغه په وینا، باید روزونکي ته واک ورکړل شي چې لوبډله جوړه کړي، د لوبډلمشر په اړه پرېکړه وکړي او د اوږدمهال لپاره د لوبډلې د بیا رغونې فرصت ورکړل شي.
ګیلسپي زیاتوي، چې د بورډ د چارواکو له دفترونو څخه د لوبډلمشر او نورو مهمو تخنیکي پرېکړو کول د کرکټ لپاره مناسب کار نه دی.
