د امریکا پخوانی ډیپلومات زلمی خلیلزاد وايي، په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت او د نړۍوال ډیلټا شرکت ترمنځ د نفت او ګازو د تړون لاسلیک کېدل یو مهم، مثبت او لوی تحول دی.
خلیلزاد دا څرګندونې په کابل کې د دغه تړون د لاسلیک په مراسمو کې کړې دي. نوموړي ویلي، افغان ولس له کلونو جګړو وروسته اوس له اقتصادي محرومیتونو او ستونزو سره مخ دی.
هغه زیاته کړې، چې د افغانانو اړتیاوې ډېرې دي او د هېواد د خلکو اقتصادي وضعیت یې له نږدې لیدلی او د هغوی له اړتیاوو خبر دی.
خلیلزاد ویلي، په وروستیو کلونو کې ځینې پرمختګونه شوي، خو اړتیاوې ډېرې دي او د هغوی پوره کول به وخت ونیسي.
د امریکا پخوانی ډیپلومات وايي، د دغه تړون لاسلیک ښيي، چې طالبان د سوداګرۍ او پانګونې لپاره لېوالتیا لري او توانېدلي چې د افغانستان د طبیعي سرچینو، په ځانګړي ډول د ګازو د پراختیا او نړیوالو بازارونو ته د هغې د لېږد په برخه کې د پام وړ پانګونه راجلب کړي.
د نوموړي په وینا، له څه مودې راهیسې دا لیدلوری موجود دی چې افغانستان کولای شي د منځنۍ اسیا، چې له پراخو طبیعي سرچینو برخمنه سیمه ده او جنوبي اسیا، چې ګڼ نفوس او د انرژۍ او طبیعي سرچینو لوړه تقاضا لري، ترمنځ په یوه مهم ځمکني دهلېز بدل شي.
خلیلزاد زیاته کړې، چې اوس دا تمه هم شته چې افغانستان خپله د نړۍ، په ځانګړي ډول د جنوبي اسیا هېوادونو، د طبیعي سرچینو د برابرولو په یوه مهم مرکز بدل شي.
زلمی خلیلزاد په وروستیو ورځو کې کابل ته تللی دی.
