طالبانو حکومت مشر، هبتالله اخوندزاده، د کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه کړې، چې د هېواد پر لویو لارو د ترافیکي پېښو عاملین ونیسي او د قانوني څېړنو لپاره یې اړوندو محکمو ته معرفي کړي.
د نوموړي په حکم کې ویل شوي، چې د دغو قضیو د څېړنې پر مهال باید د ترافیکي پېښو له امله د زیانمنو شویو کورنیو حقونو ته لومړیتوب ورکړل شي.
په حکم کې همداراز د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ته لارښوونه شوې، چې په دې برخه کې له کورنیو چارو وزارت سره همکاري وکړي.
په فرمان کې ټینګار شوی، چې دغه حکم د ابلاغ له نېټې نافذ دی او په رسمي جریده کې به هم خپور شي.
دا لارښوونه داسې مهال کېږي، چې په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې ترافیکي پېښې زیاتې شوې دي، چې د موټر چلوونکو بېاحتیاطي، د سرکونو خرابوالی، له ټاکلي سرعت څخه زیات موټر چلول او د ترافیکي قوانینو نه مراعات د دغو پېښو له مهمو لاملونو څخه بلل کېږي.
