د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، د نجونو د زدهکړو د موضوع د حل لپاره هڅې روانې دي. خو دا یې نه دي ویلي، چې د نجونو د زده کړو پر وړاندې خنډونه به کله حل شي.
مجاهد دا څرګندونې نن، یکشنبه، د حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې پروګرام کې کړې دي.
هغه د هېواد په دولتي پوهنتونونو کې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو د بندېدو د راپورونو په اړه ویلي، چې په دغو پوهنتونونو کې د حقوقو او سیاسي علومو برخې ته لا ډېره پاملرنه شوې ده.
نوموړي د هېواد د ښوونې او روزنې د وضعیت په اړه ویلي، چې اوس مهال له هرو څلورو افغانانو څخه یو یې په زدهکړو بوخت دی.
مجاهد زیاته کړې، چې په ۱۴۴۷ لمریز هجري کال کې د هېواد په کچه د ۲۳۸ ښوونځیو او دیني مدرسو نوې ودانۍ جوړې شوې او د ۹۷۰ نورو ښوونځیو او مدرسو د ترمیم او بیارغونې چارې ترسره شوې دي.
هغه ویلي، په تعلیمي برخه کې لا هم ځینې تشې شته او د دغو برخو د پیاوړتیا لپاره هڅې روانې دي.
