افغانستان لوبې

د افغانستان–هند شل‌اوریزې سیالۍ د فیفا نړۍوال جام په ټکنالوژۍ خپرېږي

د کرکټ مشهورې رسنۍ کریک‌بز راپور ورکړی، چې د افغانستان او هند ترمنځ د شل اوریزو لوبو راتلونکې درې سیالۍ به د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړۍوال جام په کچه د پرمختللو ټکنالوژیو او مسلکي تولیدي معیارونو له مخې خپرې شي.

د کریک‌بز د راپور له مخې، دغه درې سیالۍ به د سپټمبر په ۱۳مه، ۱۵مه او ۱۷مه په نوي ډیلي کې ترسره شي او افغانستان به یې کوربه‌توب کوي.

په دې لړۍ کې به د مصنوعي ځیرکتیا، پرمختللو کمرونو، درې‌بعدي انځوریزې ټکنالوژۍ او فوق‌العاده ورو کمرونو په ګډون نوې ټکنالوژۍ وکارول شي.

د راپور له مخې، لیدونکو ته به د لوبې مهمې شېبې له بېلابېلو زاویو، درې‌بعدي تکرارونو او په یوه ثانیه کې له ۶۰۰ څخه د ډېرو انځورونو د ثبت وړتیا لرونکو کمرونو له لارې وړاندې کېږي.

د سیالیو د خپرونو د تولید مشري به جیمي اوکفورډ کوي، چې د فوټبال د نړۍوال جامونو او د اروپا د اتلانو لیګ د پایلوبو د تولید او لارښوونې تجربه لري.

کریک‌بز وايي، د دې لړۍ د تولید موخه دا ده، چې د کرکټ د دوه‌اړخیزو سیالیو لپاره د ټلوېزیوني خپرونو نوې او لوړه کچه رامنځته شي او لیدونکو ته داسې تجربه ورکړل شي، لکه په لوبغالي کې چې له تر ټولو غوره ځایه لوبه ګوري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *