د پاکستان سترې محکمې امر کړی، چې د دغه هېواد پخوانی لومړی وزیر او د تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان دې له اډیاله زندانه سملاسي اسلاماباد کې شفا انټرنېشنل روغتون ته ولېږدول شي.
محکمې د عمران خان د روغتیا ارزونې لپاره د طبي بورډ د جوړېدو امر هم کړی، چې د هغه شخصي ډاکټر فیصل او خور یې عظمی خان به هم پکې شامل وي. د حکم له مخې، عمران خان به تر راتلونکې اورېدنې پورې په روغتون کې پاتې کېږي او د درملنې لګښتونه به یې کورنۍ ورکوي.
دا پرېکړه وروسته له هغې شوې، چې طبي راپور کې د عمران خان د شدید اضطراب نښې ثبت شوې وې. راپور وايي، د هغه وروستی طبي معاینه د اګست پر ۱۰مه شوې او د وینې فشار یې ۱۴۰ پر ۸۰ او نبض یې په دقیقه کې ۵۴ ځله و.
سترې محکمې راتلونکې اورېدنه د سپټمبر ۱۶مې ته ټاکلې او د عمران خان د طبي معاینې د راپور د وړاندې کولو غوښتنه یې کړې ده.
