نړۍ

بلوڅ ازادي غوښتونکي: په درېیو عملیاتو کې یې اووه پاکستاني پوځیان وژلي دي

بلوڅ ازادي غوښتونکو وایي، چې د بلوچستان په کلات او ګُمازي سیمو کې یې په درېیو جلا عملیاتو کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو بریدونه کړي، چې په پایله کې یې اووه پاکستاني پوځیان وژلي، یو شمېر نور یې ټپیان کړي او یو پوځي موټر یې ویجاړ کړی دی.

د دغه غورځنګ په یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۲۳مه د کلات ولسوالۍ اړوند د منګچر سیمې په اصلي لویه لار کې یې له دوو ساعتونو ډېر وخت د تلاشي پوسته جوړه کړې وه او تګ راتګ کوونکي موټرونه یې پلټلي وو.

اعلامیه زیاتوي، کله چې پاکستاني پوځیان سیمې ته د ننوتلو لپاره وړاندې شول، له بلوڅ جنګیالیو سره په نښته کې ښکېل شول، چې په پایله کې یې دوه پاکستاني پوځیان ووژل شول او څو نور ټپیان شول. د دې غورځنګ په وینا، پاکستاني ځواکونه د تلفاتو له امله شاتګ ته اړ شول.

بلوڅ ازادي غوښتونکو همداراز ویلي، چې د جولای په ۲۲مه د تمپ ولسوالۍ اړوند په ګُمازي سیمه کې د دوی ځواکونو د پاکستاني پوځ له سرتېرو سره نښته کړې، چې شاوخوا یو ساعت یې دوام کړی او په ترڅ کې یې پنځه پاکستاني پوځیان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

د دې غورځنګ د اعلامیې له مخې، په همدې ورځ د کلات ولسوالۍ اړوند رودینجو سیمه کې هم د دوی ځواکونو پوسته جوړه کړې وه. دوی ادعا کړې چې پاکستاني ځواکونو د هاوان مرمۍ توغولې، خو بلوڅ جنګیالیو د درنو او اتومات وسلو په وسیله ځواب ورکړی دی.

بلوڅ ازادي غوښتونکو ویلي، چې په دغه نښته کې یې د راکټي برید له لارې د پاکستان پوځ یو پوځي موټر ویجاړ کړی او پاکستاني ځواکونه یې د تلفاتو له امله شاتګ ته اړ کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *